د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د لوګر پوهنتون له رئیس سره وکتل

urgent_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۹:۳۲
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د لوګر پوهنتون له رئیس مفتي ضیاء احمد صارم او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د لوګر پوهنتون رئيس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنې خوښي څرګنده کړه دیاد وزارت د کارونو او لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه، دغه راز یې د پوهنتون د سړک د جوړولو او د زده کړیالانو د عملي کار په موخه د وزارت له سرپرست سره خپل وړاندیزونو شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په اوسني وخت کې عصري زده کړې اړینې وبللې زیاته یې کړه: موږ باید عصري علم ته ډېره پا ملرنه وکړو، هغه همدا راز دهغوی د وړاندیزونو له اورېدو څخه وروسته د زده کړیالانو د عملي روزنې په موخه ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته