د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نفرایټو کانونو له قراردادیانو سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۴
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د نفرایټو کانونو له قراردادیانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د نفرایټو کانونو قراردادیانو د نفرایټو کانونو د استخراج د طرحې او کاري پلان په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو څخه وروسته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به رسېدنه وشي او دغه راز یې د قراردادیانو د رویالیټي او پورونو د ورکړې په اړه ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته