د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هلمند ولایت له یو شمېر کان کېندونکو سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۵:۱۲
ی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ 31/2/1402 نېټې د پلان او پالیسي او مالي او اداري مرستیالانو په شتون کې د هلمند ولایت د ریګستان سیمې کان کېندونکو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ليدنه کې د یاد ولایت کان کېندونکو  د قرارداد د تمدید په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د کانونو د قانون او د کانونو د کان کېندنې د طرزالعمل مطابق د همکاريو ژمنه ورسره وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

بېرته خبرونه ته