د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد د ایپیکس 2 شرکت له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۸:۹
3

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ د 14/6/1402 نېټې د چین هېواد د ایپيکس 2 شرکت له رئیس ښاغلي بای ین او مل پلاوي سره په خپل کاري د فتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د ایپیکس 2 شرکت رئیس د افغانستان پر طبیعي زېرمو  په ځانګړې توګه د فلورایټ، سیمنټ، طلا، سرب او مس کانونو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان په کانونو باندې یې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان کانونو په برخه کې د هغوی د لېوالتیا  څرګندولو تر څنګه یې وویل: افغانستان د کانونو له پلوه یو بډایه هېواد دی، ټول بهرني پانګوال کولی شي په قانوني توګه په داوطلبۍ کې ګډون او پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته