د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کندز ولایت د سوداګرۍ خونې له سرپرست سره ولیدل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۹:۲۵
s

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کندز ولایت د سوداګرۍ خونې له سرپرست الحاج عبدالمتین یوسفزي سره په لېدنه کې د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې اترې او بحثونه وکړل.
د کندز د سوداګرۍ خونې سرپرست د کانونو او پټرولیم وزارت فعالیتونو او لاسته را وړنې وستایلې، همدا راز یې په کندز ولایت کې د 200 میلیونه ډالرو په ارزښت له 13 شرکتونو سره په ګډه د سمنټو د کارخونې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په هېواد کې د پانګونې په موخه د هغوی د لېوالتیا هر کلی وکړ او د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یې ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته