د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د M J A M کمپنۍ له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۸:۲۰
زز

 د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د ۲۹/۷/۱۴۰۲ نېټې د مس عینک M J A M قراردادي کمپنۍ له رئیس خه شو پینک او مل پلاوي سره ولیدل.
د M J A M کمپنۍ رئیس د هرات ولایت زلزله ځپلو قربانیانو سره خپله غمشریکي او خوا خوږي څرګنده کړه، د نوې طرحې په اړه یې معلومات وړاندې کړل ویې ویل:  د مس عینک پروژه نه یواځې د افغانستان خلکو ته مهمه ده،  بلکې د کمپنۍ او چین هېواد لپاره هم مهمه ده او همدارنګه د یادې پروژې د فعالیت د پیل غوښتونکي یو.
 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک کان کیندنې کارونو په چټکتیا ټېنګار وکړ ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې د فعالیتونو او کار پیل لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته