د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له روسي پانګوال سره وکتل

urgent_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۹:۱۷
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او یو شمېر رئیسانو په شتون کې په خپل کاري دفتر کې له روسي پانګوالو سره وکتل.

روسي پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب وګڼل او د هېواد د کانونو په ځانګړې توګه د بلخاب د مسو په برخه کې یې د پانګونې په موخه د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو پانګوالو د جلب او جذب لپاره سرتاسري امنیت، مناسب چاپېریال او اسانتیاوې برابرې کړي دي او کولای شي د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې په موخه خپل پروپوزلونه د شرطنامې مطابق وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته