د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په چین هېواد کې د CAPEIC او Yellow River کمپنیو له استازو سره ولیدل

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۳
س

د کانونو او پټرولیم وزارت هیئت چین هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د CAPEIC کمپنۍ له رئیس او د Yellow River کمپنۍ له استازو سره ولیدل.

په دغه کتنه کې یې د افغانستان د نفت او ګازو زېرمو د ارزښت، پانګونې او نورو بېلا بېلو برخو باندې خبرې وکړې.

د وزارت هیئت چینایي پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ور کړه او په یادو برخو کې یې ورسره د هر ډول قانوني همکاریو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د یادو ناستو سربېره یې د بېلا بېلو هېوادونو استازو او د شرکتونو له رئیسانو سره هم د کاني زېرمو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته