د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د بین الوزارتي کمیټې غونډه تر سره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۳:۱۲
صصص

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلارو په مشرۍ د مالې وزارت، اقتصاد، د اوبو او انرژۍ، د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د نماینده ګانو په حضور کې بین الوزارتي غونډه د پنجشنبې په ورځ 21/7/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې تر سره کړه.
د کانونو او پټرولیم سرپرست په غونډه کې د هرات ولایت غوریانو اوسپنې او د غور ولایت د سرپ پروژو د پېل په اړه لنډې خبرې وکړې. ورپسې بیا د لوی کانونو ریاست له لوري د یادو پروژو او لپاره په شرایطو وړ کمپنیو او شرکتونو د اسنادو ارزونې په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې په دې پرېکړه وشوه چې د یادو پروژو په شرایطو برابر او د غیري برابر شرکتونو په لېست کې به هیڅ ډول تغیرات نه راځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته