د 4 قلم پمپ او موتور چمتو کولو داوطلبي.

firoz_admin
cxc

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست د افغان ګاز تصدۍ په استازيتوب په شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یادې تصدۍ اړیتا لپاره 4 قلم پمپ او موتور چمتو کولو داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اوړندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو له آمریت څخه تر 28/4/1401 نېټې پورې د سه شنبې په ورځ وروسته له غرمې په 04:00 بجو تر لاسه کولی شي. او خپل آفرونه د شرطنامې او او د تدارکاتو له قانون او طرزالعمل سره سمې ډکې کړئ او د آفرګشايي غونډې په ورز یې وړاندې کړئ.
آفرګشایي د چهار شنبې په ورځ د 29/4/1401 مخکې له غرمې 10:00 بجې ده
د آفر کوونکي تضمین باید د بانک ګرنټي وي او یا هم 420،000 څلور سوه شل زره افغانۍ نغدې پيسې له ځانه سره ولري د داوطلبۍ وړ دي.
یو ورته قرارداد او یا هم د وروستیو  10 کلونو په جریان کې  د 12،230،000 دولس میلیونه دوه سوه دېرش زره افغانیو په ارزښت توکې ورلري.
دوه ورته قرارداد او یا هم د وروستیو  10 کلونو په جریان کې  د 20،400،000 شل میلیونه څلور سوه  زره افغانیو په ارزښت توکې ورلري.
د کلنۍ راکړې ورکړې اندازه (تجریه عمومی) د تیرو پنځو کلونو په دوو وروستیو کلونو کې 21،900،000 یو ویشت میلیونه او نهه سوه زره افغانۍ وي.
د یاده پروژه مالي توانايي 10،350،000 لس میلیونه درې سوه پنځوس زره افغانۍ ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت د محمود خان پله تر عبدالحق څلور لارې د مسلخ تر څنګ د تدارکانو ریاست لومړۍ منزل (99) شمېره اطاق د یاد ریاست د غونډو په تالار کې تر سره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د کوچني مقیاس کان کیندنې د داوطلبۍ خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچني مقیاس کان کیندنې ۵ پروژې، چې ځانګړتیاوې یې په لاندې جدول کې یادې شوي دي، د علاقه‌مندانو د خبرتیا لپاره اعلان ته سپاري.
لېواله کسان کولای شي، چې خپل . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د وزارت برخه(۹۱۸۲. ۱۵۷۳) ټنه سرب او جست د۱۴۰۵/۰۶/۲۲ نېټې څخه د(۱۰) ورځو لپاره د داوطلبۍ په . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور خبرتیا

د کونړ ولایت د کانونو ریاست په پلان کې لري، چې مرکز اسعد اباد د منډه کول سیمې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په مارکېټ کې یو اندازه قیمتي ډبرې راتلونکې سه شنبې د ١٤٠٥/۶/۲۴ هـ.ش چې د ١٤٤٨/۴ . . .

Back to tenders