سفر معین پلان وپالیسی وزارت معادن و پترولیم به ولایت خوست  

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۵:۵۱
ط

خوست ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د 1402/8/21 نېټې خوست ولایت ته په یو رسمي سفر ولاړ.
په یاد سفر کې شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د خوست ولایت له والي الحاج بسم الله عبدالله، امنیه قومندان حافظ عبدالرشید عمري، د استخباراتو مرستیال، د کانونو رئیس او نورو اړوندو ادارو  رئیسانو سره ولیدل.
د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ یې د خوست ولایت کاني زېرمو او له هغو څخه سمه ګټه اخیستل، د کانونو د غیري قانوني استخراج مخنیوي په اړه یې خبرې وکړې.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال له لوري د۹ ارګانونو یو ګډه کمېټه جوړه کړه چې پکې(امنیه قومنداني،استخبارات،کانونو ریاست،مستوفیت،اقتصاد، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري صنعت) د یادو کمېټو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل: یاده کمېټې به د کانونو د قاچاق مخنیوی، د کانونو د استخراج په برخه چټکتیا په موخه جوړه شوه او غوښتنه یې وکړې چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته