له روسي، چینایي او افغان پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۹:۳۹
1

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له چینايي، روسي پانګوال ښاغلي الکسي او یو تن افغان پانګوال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو خبرې وکړې او همدا راز یې په ټولو هېواد کې د سرتاسري امنیت او پانګونې لپاره د مناسبې زمینې برابر ولوپه اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت، ملي حاکمیت حاکم دی له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونه سره، زموږ پالیسي اقتصادي او پراختیایي پالیسي ده او زیاته یې کړه: افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو غني هېواد دی د ټولو هېوادونه پانګوالو ته د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې لپاره ښه راغلاست وایو او د پانګونې په برخه کې ورته اسانتیاوې رامنځته کوه.
روسي پانګوال په افغانستان کې د سر تاسري امنیت او ثبات په اړه خوښي څرګنده کړه، د افغانستان د نفرایټو، لاجورد، مرمر کانونو په برخه کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه ویې ویل: روسي پانګوال او د کانونو استخراجي شرکتونه چمتو دي، چې په افغانستان کې پانګونه او کار وکړي او همدا راز یې د ګډو استخراجي شرکتونه د جوړولو غوښتنه وکړه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له لوري یې هر کلی وشو او د هر ډول لازمو همکاریو ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته