له فرانسوي پانګوال سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۹:۹
123

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له یوتن فرانسوي پانګوال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: افغانستان خورا زیاتې کاني زېرمې لري اوس مهال په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت شتون لري هر څوک کولی شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي.
همدا راز فرانسوي پانګوال په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په اړه خوښي څرکنده کړه د زمردو کانونو په برخه کې یې د پانګونې سربېره د لابراتوارونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست له لوري يې هر کلی وشو، د پانګونې په برخه کې ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته