محمد هارون چخانسوري: د انرژۍ د خدماتو د تنظیم اداره دې هغو ساحو ته د انرژۍ د رسولو لپاره لومړیتوب ورکړي چې د کانونو استخراج او پروسس پکې ترسره کیږي

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۷:۶
56
د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، د انرژۍ د خدماتو د تنظیم ادارې له عمومي رئیس ډاکټر داود میرزایي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې، د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ په پراختیا بحث وشو. د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وویل: د کانونو استخراج او پروسس، د زیربنایي خدماتو شتون ته اړتیا لري. له همدې امله، د انرژۍ د خدماتو د تنظیم اداره دې هغو ساحو ته د انرژۍ د رسولو لپاره لومړیتوب ورکړي چې د کانونو استخراج او پروسس پکې ترسره کیږي. محمد هارون چخانسوري د ډبرو له سکارو څخه د انرژۍ د تولید د طرحې په اړه هم معلومات شریک کړل او د طرحې د تطبیق په برخه کې یې د انرژۍ د خدماتو د تنظیم له ادارې څخه د همکاریو غوښتنه وکړه. د انرژۍ د خدماتو د تنظیم ادارې عمومي رئیس ډاکټر داود میرزایي د خپلې ادارې له اړخه د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه او د دواړو ادارو په کچه یې د تخنیکي ټیمونو د تشکیل او د ګډو همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیک کولو غوښتنه وکړه. د کانونو او پټرولیم وزیر د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د دواړو ادارو د تخنیکي ټیمونو د تشکیل له وړاندیز څخه مننه وکړه او د دوه اړخیزې تفاهمنامې پر ځای یې د افغانستان د برېښنا شرکت په ګډون د همکاریو د درې اړخیز تفاهم لیک د ترتیبولو لپاره اړونده مسئولینو ته لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته