محمد هارون چخانسوري: د ټاپي پروژې اهمیت یوازې د ګازو په انتقال کې نه دی، دغه پروژه زموږ د محلي ټولنو په اقتصادي پراختیا او د منطقوي همپالنې په تقویه کولو کې عمده رول لري

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۱ - ۷:۵۸
ssss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د ځمکو او ښارجوړونې وزارت سرپرست محمود کرزي او د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت اجراییه رئیس محمد مراد امانوف د ټاپي پروژې د لارې د مسیر د ځمکو د استملاک په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري په خپله وینا کې وویل: د ټاپي پروژې اهمیت یوازې د ګازو په انتقال کې نه دی، دغه پروژه زموږ د محلي ټولنو په اقتصادي پراختیا او د منطقوي همپالنې په تقویه کولو کې عمده رول لري.

هغه زیاته کړه: دغه هوکړه لیک د ټاپي پایپ لاین د لارې د مسیر د ځمکو استملاک او په هرات کې د پروژې د چارو د پیل کېدو په موخه لاسلیک کیږي ترڅو په افغانستان کې پروژه د مهالوېش په اساس تطبیق شي.

د ځمکو او ښارجوړونې وزارت سرپرست محمود کرزي وویل: د ټاپي پروژې اقتصادي ګټې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي. ددې سند په لاسلیک کولو سره به موږ د استملاک چارې پیل کړو ترڅو د پروژې د ساختماني چارو تطبیق ته زمینه مساعده شي.

د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت رئیس محمد مراد امانوف په خپلو خبرو کې وویل چې د استملاک د چارو له بشپړېدو وروسته به په افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو کې د پروژې ساختماني چارې پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۲۷
Background image

د ټاپي پروژې له کاري پرمختګ څخه لیدنه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت او تر کمنستان لوړ پوړي پلاوي د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو له پرمختګ څخه لیدنه وکړه.
په یادو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس سید کریم هاشمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د پانګونې خونې رئیس په راتلونکې میاشتې کې په کابل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۵۳
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ پڅیګرام سیمې د بېلا بېلو کانونو  څخه تر لاسه شوې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ(بولۍ) د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو. . .

بېرته خبرونه ته