مطبوعاتي بلنلیک

kamran2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۶:۲۶
logo

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې سبا د یکشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د وږي(سنبلې) میاشتې په ٢٣مه نېټه سهار ٩ بجې د طوطي میدان ګازي سیمې عملي چارې د یوې غونډې په ترڅ پرانیزي، په همدې موخه  د رسنیو درنو استازو ته بلنه ورکول کېږي، چې د یادې غونډې د خبري پوښښ لپاره راشي.
ځای: د بلخ ولایت
د کانونو او پټرولیم وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت ټولو ژور نالستانو ته ښه راغلاست وایي او ستاسو د تلپاتې همکارۍ څخه منندوی یو.
د اړیکې شمېره:   0711215700-0766811784- 0744065320

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته