په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۳:۵۶
په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو ادارو سیمه‌ییزو مسوولینو، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په یاده بولۍ کې (۲۰۸۴) قیراطه زمرد د (۹۷۳۰۰) اوو نوي زره درې سوه امریکايي ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، چې دا د کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
یادې پروسې نه یوازې د زمردو قانوني استخراج لپاره زمینه برابره کړې، بلکې د پانګوالو لپاره د پانګونې او د سیمې اوسېدونکو ته یې کاري فرصتونه هم رامنځته کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۲۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د TNG شرکت له عمومي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي احمدجان په داسې حال کې چې د پټرولیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل او د تخنیکي کمېټې غړو یې ملتیا کوله، د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته