په کانونو او پټرولیم وزارت کې نوي رئیسان معرفي شول

Feroz_momp
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۱۲:۵۸
news

هغه مجلس چې د کانونو وزارت د داخلي تفتیش ریاست او د کابل ولایت د کانونو ریاست لپاره د نوي رئيسانو د پیژندګلوۍ پخاطر نیول شوی ؤ، په نوموړي مجلس کې د کانونو وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي عنایت الله مهمند او اداري مرستیال ښاغلي سید محبوب الله رباني له لوري نوي رئیسان د دې وزارت کارکونکو ته ور وپیژندل.

په لومړی سر کې د کانونو وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي عنایت الله مهمند د کابل د کانونو ریاست پخواني ځای ناستي ښاغلي نعمت الله غورځنګ د کارونو څخه مننه وکړه، چې وروسته یې ښاغلی غلام حیدر کاتب د کابل د کانونو ریاست لپاره د نوي رئیس په حیث ور وپيژانده، او هم یې ښاغلي کاتب ته په خپلو کارونو کې د کامیابۍ هیله څرګنده کړه.

او همدارنګه د کانونو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید محبوب الله رباني د داخلي تفتیش پخواني ځای ناستي رئيس ښاغلي محمد فهیم هاشمي څخه قدردانې وکړه چې خپلې چارې یې په پوره حوصله مندۍ ترسره کړي، چې له هغې وروسته یې ښاغلی عبدالطیف صدرا چې دآزادې سیالۍ له لارې د دې ریاست چوکۍ ته کامیاب شوی ؤ، د دې وزارت راټول شوو ګډونوالو ته یې د داخلي تفتیش د رئيس په حیث ور وپیژانده.

د دې ترڅنګ نوموړو باستونو لپاره نوو ورپیژندل شوو رئیسانو هم د کانونو وزارت له مشرتابه او دولت څخه مننه وکړه، چې په دوی باندې یې باور وکړ، او وعده یې وکړه چې ورسپارل شوي مسؤولیتونه په ښه شان ترسره کیدو، د وزارت د برنامو تطبیق او د خپلو کارکونکو سره یې په  کارونو کې د ښې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته