‏یو شمېر افغان پانګوال غواړي په هېواد کې د نفتو یوه معیاري تصفیه خونه جوړه کړي

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴۰
ss

یو شمېر افغان ملي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزیر سره په ليدنه کې د ١٢٠ میلیونه آمریکايي ډالرو په ارزښت هېواد کې د خامو نفتو یوې معیاري او سټنډرډ تصفیه خونې جوړو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه
دوی د افغانستان فعلي وضعیت د پانګونې لپاره د ډاډ وړ وباله او زیاته یې کړه : د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته چې په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت، ملي حاکمیت، اداري چارو کې د اسانتیاو تر څنګ پوره روڼتیا او شفافیت منځ ته راغلی، نو غواړي له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستې په لومړي پړاو کې د حد اقل ١٢٠ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت د خامو نفتو یوه معیاري تصفیه خونه جوړه کړي.
د کانونو او پترولیم محترم وزیر د ملي سوداګرو له پانګونې څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د نفتو پراخې زېرمې لري، اسلامي امارت د نفتو استخراج او په داخل د هېواد کې د خامو نفتو پروسس ته هوډمن دی، د کانونو او پترولیم محترم وزیر آمو دریا نفتي حوزې ته په اشارې وویل: نوموړې حوزه چې د اکتشاف په پړاو کې ده اوس هم له یادې حوزې څخه په ورځني ډول ١٣٥٠ ټنه خام نفت استخراجېږی، هیله ده د کال تر پایه پورې د استخراج دغه کچه ٣٠٠٠ ټنه ته ورسېږي، د کانونو او پټرولیم وزیر د خپلو خبرو په جریان کې د خامو نفتو معیاري تصفیه خونه جوړول د هېواد اشده اړتیا وبلله، د ملي پانګوالو دغه نیک تصميم يې د قدر وړ وباله، دوی ته یې په دغه برخه کې د هر راز اصولي همکارۍ کولو تر څنګ په هرات نفتي حوزه کې د پانګونې بلنه هم ورکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته