د افغانستان د کانونو او صنعت د خونې له غړو سره دویمه مشورتي ناسته ترسره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۸:۲۵
df

د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان د کانونو او صنعت د خونې د غړو ترمنځ د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د شته ستونزو د هوارولو او له فرصتونو څخه د اغېزناکې استفادې په موخه دویمه مشورتي ناسته ترسره شوه.

ددغې ناستې په لړ کې د پانګوالو پر وړاندې د شته خنډونو، ستونزو او ننګونو او د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د شته فرصتونو په اړه هراړخیز بحث وشو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: د استخراجي صنایعو په سکتور کې د پانګوالو پر وړاندې د شته ستونزو، خنډونو او ننګونو د حل لپاره باید په هر کلسټر کې موجودې ستونزې او وړاندیزونه په منظم ډول لیست او په راتلونکې غونډه کې مطرح شي.

هغه زیاته کړه: د هېواد د اقتصادي ودې او په سکتور کې د شفافیت او تحرک ایجادولو په موخه به د ټولو استخراج شویو کانونو لپاره قانوني لارې چارې وسنجوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته