د MCC-MJAM قراردادي شرکت له غړو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویډیو کنفرانس. 

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۲:۲۵
یی

د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست ښاغلی شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 22/10/1400 د د جېولوجي سروې معین نور الله ستانکزی، د منرالونو د تنظیم عمومي رئیس فضل الباري،  د لویو کانونو د تنظیم رئیس ذبیح الله شاداب او نور رئیسانو په ګډون د مس عینکو د پروژې د قراردادي شرکت له رئیس ښاغلي وانګ جي چينګ او د یاد شرکت مشرتابه پلاوي سره د دې وزارت د غونډو په عمومي تالار کې په حضوري او ویډیوي کنفرانس په توګه لیدنه وکړه،  په دغه ناسته کې د مس عینکو پروژې پر واړاندې پر شته خنډونو او ننګونو خبرې وشوې او دواړو  لوریو ژمنه وکړه چې د مس عینک کان کېندنې پروژې د چارو د چټکتیا لپاره به جدي اقدامات وکړو او کابل ته به د قراردادي شرکت د تخنیکي ټیم په استولو سره به ژر تر ژره خبرې پيل او کاري فعالیتونه به بیا پېل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته