له ملي پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۴:۲۱
بیب

د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن 24/3/1401 نېټې د امریکايي کمپنۍ A C A T collc له رئیس ښاغلي نصرالدین شنسب، د اریب اینډ مایننګ شرکت رئیس له ښاغلي غزیز الرحمن سره په خپل کاري دفتر کې ولید. چې په دغه ناسته کې د یاد وزارت تخنیکي معین ښاغلي انجینیر وحیدالله حلیمی، د پالیسي معین ښاغلي شېخ ضیاءالرحمن اریوبي او د مالي او اداري معین مولوي حسام الدین صابری هم ګډون درلوده.
په لومړیو کې ښاغلي شنسب د وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې مننه وکړه او وويل: د افغانستان نوی حکومت یو عزت او وياړ دی. او اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد خلک د یو د بل تر څنګ کار وکړي تر څو له دغه اقتصادي بحران څخه وژغول شو. او همدارنګه یې د هیواد د کانونو په برخه کې پانګونه اړینه وبلله چې د وزارت د سرپرست له لوري یې ستاینه وشوه. او زیاته یې کړه  ټول هغه ملي او بین المللي پانګه وال چې غواړي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي ملاتړ یې کوي او هر ډول امکانات به ورته برابروي او بل د پانګونې د اسانتیا په برخه کې به هر ډول داخلي او خارجي ستونزې د حل لپاره اقدام به کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته