د کندهار او بغلان ولایتونو د څلور سیمو کانونو داوطلبي.

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۱۲:۴۸
dd

د کانونو او پټرولیم وزارت د بغلان ولایت مروبالا سیمې مرمر، د خواجه زید سیمې لومړی او دوهم بلاک مرمر او د کندهار ولایت د سرآب کوه زمبرکان سیمې تالک چې مخکې اعلان ته سپارلي وو نن پنجشنبه 17/6/1401 د وزارت په مقام کې داوطلبي په شفافه توګه تر سره کړه.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ښاغلي انجینر وحیدالله حلیمي تخنیکي مرستیال، مولوي حسام الدین صابري مالي او اداري مرستیال، شېخ ضیاءالرحمن اریوبي د پالیسۍ معین د موظف هیئت او 24 هغه شرکتونو په ګډون کې چې د د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وه داوطلبي ترسره کړه.

په دغه داوطلبۍ کې د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ مروبالا سیمې مرمر کان ګټونکی د معادن مخکش افغان شرکت د رویالټي په قیمت في ټڼ 435 څلور سوه پنځه دېرش افغانۍ، د خواجه زید سیمې لومړی بلاک مرمر ګټونکی د عبید ایوب نوري شرکت  د رویالټي په قيمت في ټن 900 نهه سوه افغانۍ، د خواجه زید سیمې دوهم بلاک مرمرو ګټونکی د ممتاز ایاز شرکت د رویالټي په قیمت في ټڼ 900 نهه سوه افغانۍ او د کندهار ولایت سرآب کوه زمبر کان سیمې د تالک کان ګټونکی د رویالټي په قیمت في ټڼ 1900 یو زره او نهه سوه افغانیو په ارزښت اعلان کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته