د کانونو او پټرولیم سرپرست د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ له پخواني قوماندان او د نورستان ولایت له مشرانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ له پخواني قوماندان او د نورستان ولایت له یو شمېر مشرانو، علماوو او سپینږیرو سره نن شنبه د 26/9/1401 نېټې په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مېلمنو ته ښه راغلاست وویل. ورپسې بیا ښاغلي قیصاري د دغه وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې مننه وکړه او په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو د کانونو او نفتو په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نورستان ولایت له مشرانو سره د بېلابېلو موضوعاتو او ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.