د انګستان او جرمني هیوادونو له پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه.

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۵۷
dsd

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن سه شنبه 25/11/1401 نېټې د مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو  په شتون کې د انګستان پارګان ستون (PARAGON STONES) او د جرمني پاورمټ شرکتونو له رئیسانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د يادو شرکتونو رئیسانو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتيا څرګنده کړه او په دې برخه کې يې د یاد وزارت له رهبري څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له دوی څخه د افغانستان په کانونو کې د پانګونې له لېوالتیا څرګندونې مننه وکړه او له یادو شرکتونو څخه یې د خپلو پلانونو او پروپوزلونو وړاندې کولو غوښتنې ترڅنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته