کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د شمال ډبرو سکرو تصدۍ له رئیس سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۳:۵۱
sss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن پنجشنبه د (4/12/1401) نیټې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ له رئیس سره د پلان او پالیسۍ، مالي او اداري او جیولوجي سروې مرستیالانو په شتون کې په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د شمال ډبرو سکرو د موقتي اجازه نامې طرزالعمل، د ترازوګانو ستونزو حل، د نوو ترازوګانو نصبول او د ټولګټو وزارت لخوا ترتیب شوي معیارونو په اساس د ډبرو سکرو د موټرو د کنټرول په اړه د ریاستونو د لازمې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسوولینو د نظریاتو او وړاندیزونو د اورېدو وروسته د ستونزو د حل او د کاري بهیر چټکتیا په موخه ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته