د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه تر سره شو

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۵:۱۱
ww

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د چهارشنبې په ورځ (10/12/1401) نېټې د مالي او ادارې مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د وزارت د رئیسانو په شتون کې دمالي اوادارې معینیت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې بیا مالي او اداري مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت د تېرې اونۍ د پلانونو، فعالیتونو او دندو په اړه خبرې وکړې او د وزارت په ټولو برخو کې د کار د چټکتیا او ښه والي غوښتنه یې وکړه. 
همدارنګه رئیسانو او اړوندو مسوولینو د خپلو فعالیتونو او دندو راپور وړاندې کړ، غونډه د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدلو او د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د وزارت د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه د لازمو لارښوونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته