د انجیرک په سیمه کې د سپین مرمر ډبرو کان پرانیسته 

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۰:۱۲
www

د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د انجیرک په سیمه کې د سپین مرمر ډبرو کان د پنجشنبې په ورځ د 25/12/1401 نیټې د کابل د کانونو رئیس، سیمه ییزو چارواکو او د قراردادي شرکت په شتون کې پرانیستل شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت یاد کان د کانونو د استخراج او پروسس افغان لایټ سټون شرکت ته چې مخکې د داوطلبۍ په پروسه کې د رویالیټي په لوړ قیمت سره ګټونکی شوی وو وسپاره، چې د اکتشاف پروسې وروسته به له قرارداد سره سم استخراج شروع کړي.
د کابل د کانونو رئيس د انجيرک په سيمه کې د سپين مرمر ډبرو د کان د پرانېستې په مراسمو کې وويل: د دغه ډول کانونو د قرارداد له سپارلو څخه موخه د غير مسوولو کسانو له خوا د کانونو د غير قانوني استخراج مخنيوى او پر ځاى د تخنيکي او قانوني استخراج او د ځايي اوسېدوونکو لپاره کاري زمینې برابرول دي
او همدارنګه یې زیاته کړه: الحمدلله، له هغه وخته چې په افغانستان کې امنیت تامین شوی، د کانونو او پټرولیم وزارت د بهرنیو او کورنیو پانګوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي او ټول پانګوال کولای شي په پوره ډاډ سره د افغانستان د کانونو استخراج برخه کې پانګونه وکړي موږ یې هرکلی کوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته