د کاپیسا ولایت  د نفرایټ کان داوطلبۍ تر سره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۲:۳۸
qwq

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د نفرایټ ډبرو کان داوطلبي نن شنبه د 16/2/1402 نېټې د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په شتون کې په شفاف ډول ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د کاپیسا ولایت  تګاب ولسوالۍ د ډبرو کان چې مخکې اعلان ته سپارل و، د تخنیکي، پلان او پالیسي مرستیالانو، رئیسانو، ټاکلي هیئت، او هغو شرکتونو ګډون درلوده چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو په شفافه توګه  یې داوطلبي تر سره کړه. 
په دې داوطلبۍ کې شهاب محبوب شرکت في ټن د رویاليټي په قیمت سره د (400000) څلور سوه زره افغانیو او د (25000000) پنځه ویشت میلیونه افغانیو رویالیټي په مخکې ورکولو سره ګټونکی اعلان شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته