کونړ کې د کانونو ساتنې او څارنې په پار ځانګړې کمېټه جوړه شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۸:۳۳
2

د ا.ا اقتصادي کمېسیون د پرېکړې تطبیق په پار د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ  یو پلاوی  د سه شنبې په ورځ د 19/2/1402 نېټې کونړ ولایت ته خپل سفر وکړ او د کونړ له مرستیال والي سره د کتنې ترڅنګ یې د دغه ولایت د یو شمېر ادارو له مسوولینو سره ناسته وکړه.
ښاغلي صابري د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې په اساس دغه ولایت کې د کانونو چارو رئیس په مشرۍ د مستوفيت، اقتصاد، استخباراتو، امنیه قوماندانۍ، کرنې، چاپيريال ساتنې، برېښنا، صنعت او سوداګرۍ او سينديزه حوزې رییسانو ګډه کمېټه جوړه کړه چې د کانونو څارنې او حفاظت په برخه کې به اغېزمنې هڅې وکړي. 
ورپسې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني او نورو ګډونوالو د کانونو د مسلکي کیندنو او د خلکو ستونزو د حل په برخه کې خپلې غوښتنې یاد پلاوي ته وړاندې کړې او په دې برخه کې د وزارت د پوره همکاریو هیله وکړه.
او همدارنګه د پلاوي غړو مولوي مطيع الله حقـاني، مفتي عبدالحميد اخندزاده، انجينر مرتضی واحدي او انجينر پوپل فيضي هم د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک او د همکاریو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته