لغمان ولایت کې د کانونو ساتنې او څارنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۸:۵۷
2

د ا.ا اقتصادي کمېسیون د پرېکړې تطبیق لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ  یو پلاوی  20/10/1444 نېټې لغمان ولایت ته خپل سفر وکړ. او د  لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، مرستیال والي او د ملکي او نظامي ادارې مسؤولینو سره ګډه ناسته تر سره کړه. 
په پېل کې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري ګډون والو ته د خپل سفر موخې په اړه وویل ”د رئیس الوزراء د هغه فرمان چې د کانونو غیري مسلکي کېندنې او قاچاق مختیوي په اړه صادر کړی په سمه توګه تطبیقول دي“. 
نوموړي د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ د مستوفیت، اقتصاد، استخباراتو، امنيه قوماندانۍ، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، چاپيريال ساتنې، بريېښنا، سوداګرۍ او صنعت او سينديزې حوزې  رياستونو ته د ګډې کاري کمېټې ته دنده وسپارله، تر په لغمان ولايت کې د کانونو د ساتنې او څارنې لپاره په همغږۍ کار وکړي.
ورپسې بیا د لغمان والي د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ یې ورڅخه مننه وکړه چې دې ولایت ته مو خپل کاري سفر وکړ.
نوموړي وويل په لغمان ولایت کې د ټولو ملکي او نظامي ادارو ترمنځ ښه همغږي او همکاري موجوده ده، چې تل يې ستونزو ته په وخت رسيدګي کړې. او همدارنګه یې یاد پلاوي ته هم د هر اړخیزه همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته