د ولایتونو د کانونو د رئیسانو لپاره د روزنیز پروګرام پای

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۲:۴۶
لا

دغه روزنیز پروګرام چې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د ولایتونو د کانونو رئیسانو ته د شپږو ورځو لپاره په لاره اچول شوی و نن پای ته ورسید.

دغه پروګرام د ولایتي رئیسانو د پوهاوي کچې او ظرفیت لوړولو لپاره د کاري پلان ترتیبول، راپور، د کانونو نویو ساحو سروې، د قراردادونو ورکړه، د کانونو د قراردادونو له روند او د عوایدو راټولولو څخه د څارنې او ارزونې په برخو کې د بشري سرچینو ریاست له لوري د اړوندو ریاستونو د متخصصینو په همکارۍ تر سره کړ.

یا پروګرام د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي له خوا د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو په حضور کې د غونډې ګډونوالو ته د وینا او سرټیفیکېټونو په ورکولو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته