د روزنیز پروګرام جوړېدل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۴:۳۶
ss

 د اسنادو او دندو مدیریت سیسټم تر عنوان لاندې روزنیز پرګرام نن دو شنبه ۲۹/۳/۱۴۰۲ نېټې  د MIS ریاست لخوا د جیولوجکي مدیریت عمومي ریاست کارمندانو ته د کانونو او پټرولیم وزارت په تالار کې جوړ شو.
په پیل کې ښاغلي عبدالمالک  ملک یار د MIS ریس له دې سیستم څخه په سمه توګه د ګټې اخیستنې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، او وروسته د سیسټم جوړونې آمر ښاغلي محمد صابر نوري له لوري ګډونوالو ته دغه پروګرام په عملي او د پرزنټېشن له لارې وړاندې شو.
د دغه پرګرام جوړېدلو موخه د معلوماتي سیسټم څخه په استفادې د کارمندانو د پوهاوي د سطحې لوړل، د اسنادو منظم کېدل او د ښه مدیریت تر سره کېدل له مهمو دندو او فعالیتونه څخه دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته