د کاپیسا ولایت د کانونو له آمریت څخه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۹:۵۰
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مل پلاوي دوشنبې په ورځ د 12/4/1402 نېټې د کاپيسا ولایت د کانونو آمریت له کارکوونکو سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې د یاد ولایت والي قاري احسان الله بریال او امینه قومندان مولوي ضیاالحق حامد هم ګډون درلود. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ولایت د کانونو آمریت د فعالیتونو او کارونو ستاینه وکړه او د کانونو د طرزالعمل په اړه یې خبرې وکړې او همدارنګه یې د هغوئ د بېلابیلو برخو ستونزې او نظریات واورېدل او د ستونزو د حل په اړه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته