د ارزګان ولایت د فلورایټ او فیروزې کانونو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۸:۴۹
۵

د ارزګان ولایت سوربند، اولوم باغ او حصار سیمو فلورایټ او د اورین ناله فیروزې کانونو دوطلبي نن چهارشنبې د 14/4/1402 نېټې د وزارت په مقام کې ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د فلورایټ او فیروزې ساحې چې مخکې داوطلبي ته وړاندې کړې وې نن یې د یو شمېر ریسانو او ټاکلي هیئت او هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې د داوطلبي شرایط پوره کړي وو نن یې د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې داوطلبي تر سره کړه. او له هغوئ څخه یې وغوښتل چې د داوطلبي پروسه کې د فساد له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

په دغې داوطلبي کې د احمد سبحان د استخراج پروسس شرکت د حصار ساحې فلورایټ کان چې 51 سلنه ګټه امارت او 49 سلنه ګټه به یاد شرکت اخلي او د اولوم باغ سیمې کان 60 سلنه ګټه امارت او 40 سلنه ګټه به یاد شرکت اخلی ګټونکی اعلان کړل. د استخراج او پروسس شرق ساحتماني شرکت د سوربند سیمې فلورایټ کان  61 سلنه ګټه امارت او 39 سلنه ګټه به یاد شرکت اخلي. او همدارنګه د ازره ګرین سټون شرکت د ارزګان ولایت اورین ناله سیمې فېروزې کان چې 63 سلنه ګټه امارت او 37 سلنه ګټه به یاد شرکت ياد اخلي ګټوونکي اعلان کړل. 

د یادونې وړ ده چې ټول مصرف به د یادو شرکتونو په غاړه وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته