د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۴:۵۴
ط

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، ریئسانو او د بېلابېلو برخو استازو د کار د چټکتیا او رونډوالي په موخه نن چهارشنبه د ۲۱/۴/۱۴۰۲ نېټې د کنفرانسونه په تالار کې ترسره شوه.
په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مسؤولانو وظیفوي مسؤولیتونو او مکلفیتونو په سمه توګه ترسره کولو باندې تاکید وکړ او ویې ویل: مسوولین باید خلکو ته د کار او خدمت رونټیا په برخه کې لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ته پاملرنه وکړي. 
همدارنګه د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګه یې د ازاد سیالۍ له لارې  د متخصصو کسانو ګمارلو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل او لازم تصمیمونه یې ونیول.
د غونډې په پای کې د کانونو وزارت سرپرست د ګډونوالو نظرونه او غوښتنې واورېدې او د هغوی د ستونزو د حل لپار یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته