د کابل شمالي دروازې عوایدي چک پاینټ داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۸:۴۹
یی

د کابل شمالي دروازې عوایدي چک پاینټ داوطلبي د یکشنبې په ورځ د 26/6/1402 نېټې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور چې د یادې سیمې چک پاینټ مخکې د داوطلبي اعلان ته سپارل و، نن یې د یو شمېر رئیسانو، ټاکلي هئیت او هغو شرکتونو چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې یې داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبۍ کې د آغا ولي استخراج شرکت په کلنۍ اجارې سره د (2300000) دوه میلیونه درې سوه زره  افغانیو په قېمت سره ګټونکی اعلان شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته