د کندهار ولایت (600) ټنه سرب او جستو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۹:۴
xx

د کندهار ولایت د بي بي ګوهر او زاهدان سیمو (600) ټنو سرب او جستو  داوطلبي د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادو سیمو سرب او جست چې مخکې یې اعلان ته سپارلي وو، د ټاکلي هیئت او اړوندو شرکتونو په شتون کې یې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې  داوطلبي ترسره کړه.
په دغه داوطلبي کې ښاغلی حکمت الله ازاد یوټن په قېمت دې (455) ډالرو په ارزښت د بي بي ګوهر سیمې د 400  ټنو سرب او جستو ګټوونکی اعلان شو او همدارنګه  المحمود شرکت یوټن په قېمت د (600) ډالرو په ارزښت د کندهار ولایت د زاهدان سیمې د 200 ټنو سرب او جستو ګټوونکی اعلان شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته