د کانونو او پټروليم وزارت رهبري غونډه تر سره شوه

د کانونو او پټروليم وزارت رهبري غونډه د سرپرست وزير شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مشرۍ د27/7/1402 نېټې د مرستيالانو او رئيسانو په ګډون تر سره شوه.
د غونډې په پیل کې د تېر راپور پرېکړو څېړنو پلي کولو د وزارت د رهبري هئیت له لوري وړاندې شو، ورپسې د ځینو ریاستونو غوښتنې، ستونزې او کاري راپور د وزارت مقام ریاست د رئیس مولوي شکرالله شاکر له لوري واورول شو او همدارنګه د ریاستونو د کارونو د ښه والي په موخه په یو لړ مهمو مواردو باندې بحث او نظرونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د فعالیتونو او روان مالي کال پلان سم پلي کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.