د کانونو او پټروليم سرپرست وزير د هرات له صنعتي پارکونو او د کانونو له رياست څخه ليدنه وکړه

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وزير شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د پلان او پاليسي مرستيال او د هرات والي په ګډون يې د هرات ولايت د کانونو رياست او صنعتي پارکونو د مرمر, سرب او يو شمېر نورو کارخونو څخه ليدنه وکړه.
د کانونو وزير صاحب د يادو کارخونو په فعاليت خوښي څرګنده او دا يې ستر وياړ وباله چې د هيواد دننه د هرات په شان سوداګريز ښار کې د کاني ډبر پروسس تر سره کېږي.
ښاغلي شيخ صاحب د کارخونو د رئسانو ستونزې واورېدلې او د هغوئ ستونزو د حل په موخه يې ورسره ژمنې وکړې.