د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د احمدزي افغان شرکت له رئیس سره ولیدل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ د 23/8/1402 نېټې د احمدزي افغان شرکت له رئیس او ملي پانګوال الحاج رسول خان سره د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د احمدزي افغان شرکت رئیس په لوګر ولایت کې د سمنټو د کارخونې جوړولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوئ د لېوالتیا په اړه خوښي څرګنده کړه، د پانګونې په برخه کې یې د اسانتیاو رامنځته کولو په موخه ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.
