د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۸:۴۱
cc

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه د تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي او د بېلابېلو برخو رئیسانو او مسئولینو په ګډون نن ورځ ترسره شوه.
غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کاني زېرمو داهمیت په ځانګړې توګه د نفت او ګازو په اړه یې خبرې وکړې او د هغو د مدیریت او تنظیم په اړه یې ټېنګار وکړ.
وروسته یې د تېرې غونډې په دوام د ځینو موضوعاتو په اړه یې بحث او څېړنه وکړه، د غونډې د ګډنوالو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې د شته ستونزو د هواري په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه د کان کیندني په برخه کې د چاپیریالي ستونزو په اړه د جیولوجي او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د پرزنټېشن له لارې معلومات وړاندې شول، په همدې موخه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چاپیریال ککړتیا د مخنیوي په اړه لازمې لارښونې وکړې.
دغونډې په پای کې یې د هېواد اسلامي نظام او خلکو پرمختګ لپاره دعا وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته