د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د صنعت او کانونو سوداګرۍ خونې له عمومي رئیس سره ولیدل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۸:۲۹
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې له عمومي رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده، د افغانستان د کانونو ملي کمېټې رئیس ښاغلي منصور احمدزي او د صنعت او کانونو خونې له غړو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د ګمرکي تعرفو، کانونو رویالټي، د کانونو سکټور ستونزې او د کانونو او صنعت خونې تر منځ د وزارت د ملي کمېټې رامنځته کول لکه پخوا چې هم فعالیت درلود او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو باندې بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست تر څنګ او د هغوئ د خبرو له اورېدلو وروسته وویل: د انکشاف او هیواد اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د دواړه ادارو ګډ فعالیتونه مهم رول لري او همدارنګه یې د کانونو سکټور ستونزو په اړه او په اونۍ کې یو ځل د مشورتي ناستو د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته