د کندهار سیمنټو فابریکې د جوړولو چارې په چټکتیا سره روانې دي

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۹:۳۱
زز

د کندهار ولایت د شور اندام سیمنټو فابریکې جوړولو چارې په 100جریبه ځمکه کې د سل میلیونه ډالرو په شاوخوا چې څه موده وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت له یو خصوصي شرکت سره تړون لاسلیک کړی و په چکټیا سره روانې دي.
د یادې فابریکې په لومړۍ مرحله کې به د تولید ظرفیت په ورځني ډول ۱۵۰۰ ټنه او په راتلوونکو کلونو کې به ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي او له ۵۰۰۰ زره تنو څخه زیاتو ته کاري زمینه برابره شي. او همداراز به د عوایدو په لوړوالي، د کاري زمینې برابرولو، د ملي اقتصاد پياوړتیا او له بهرنیو هیوادونو څخه د سیمنټو د وارداتو په کمولی کې موثر تمام شي.
د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د جبل السراج او هرات سیمنټو پروژې هم قرارداد ته وسپاري چې اوس مهال د اکتشاف په مرحله کې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته