د شبرغان _ مزار نللیکې سږکال پلان شوې چارې له وخت مخکې تکمیل شوي

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۸:۳۳
cc

له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د غځېدونکې نلليکې هغه چارې چې د سږکال پلان کې نیول شوې وې له وخت مخکې تکمیل او دراتلونکي کال پنځه سلنه چارې هم پر مخ تللي دي.
دغه نللیکه چې ٩٤،٥ کیلومتره اوږدوالي لري او د شبرغان ګاز مزار شریف ښار ته انتقالوي د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له خوا یې د ٦٠٩ میلیونه افغانیو په ارزښت د غځېدلو چارې رسما پیل شوې وې، د پلان له مخې سږکال باید ١٦ کیلومتره نللیکه غزول شوې وای چې له نیکه مرغه دغه نللیکه  ١٨،٥ کیلومتره غزول شوې او د کال تر پایه به نوره هم وغزول شي.
په سېمه کې د نللېکې کارکوونکي د مسؤلینو پوره همکاري، د ډاډمن امنیت شتون، او د متخصصو او مخلصو انجینرانو هلې ځلې د دې پرمختګ عمده لاملونه بولي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته