د سید المرسلین مدرسې د دستار بندي غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ګډون او د یادې مدرسې طالبانو ته یې د صحیح البخاري وروستي حدیث درس ورکړ.

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۸:۴۴
ss

یاده غونډه د ۲۲ تنو حافظانو د درستار بندۍ او ۱۸ تنه د عالمیه درجې یا (دورة الحدیث) فارغینو په موخه د کابل ښار د کمپنۍ بازار د سیدالمرسلین مدرسې کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پوهنې وزارت سرپرست، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، مفتیانو، علماوو کرامو ګډون کړی و.
د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست فارغینو او کورنیو ته د مبارکي تر څنګ د دیني زده کړو دارزښت په اړه خبرې وکړې، ځوانان یې د قران او حدیثو  زده کړو ته وهڅول، همدا راز یې طلباوو کرامو ته د صحيح البخاري وروستي حدیث درس ورکړ، دامام البخاري د ژوند او د هغه د با ارزښته کتاب صحيح البخاري په اړه یې هر اړخېزې خبرې وکړې زیاته یې کړه: د امام البخاري رحمه الله اخلاص او پرهېزګاري د دې سبب شوه، چې په ټول اسلا مي امت کې دده کتاب د خلکو د خوښۍ وړ وګرځېده.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست یاد فارغین لا ډېرو زده کړو ته وهڅول، اړوندو مسئولینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د طلباوو کرامو د زده کړو او ظرفیت لوړونې برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته