د کانونو د تصدیو د انسجام نوی رئیس معرفي شو

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۳:۲۱
ss

د وزارت د مقام په پیشنهاد او دریاست الوزرا د محترم مقام د حکم په اساس ښاغلی مولوي محمد غوث اواب د کانونو د تصدیو د انسجام د نوي رئیس په توګه، د بشري سرچینو د رئیس ښاغلي مولوي احمدضیاء خاکسار له لوري د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
د بشري سرچینو رئیس د کانونو د تصدیو د انسجام نوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت د مسئولینو ګمارنې او تبدیلي د چارو د ښه والي  په موخه ترسره کېږي.
ښاغلي مولوي محمد غوث اواب د اسلامي امارت له چارواکو څخه مننه وکړه ډاډ یې څرګند کړ، چې د وزارت د مشرتابه د لارښونې په اساس او د یاد ریاست د کارمندانو په ملتیا به خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته