د پنجشېر ولایت د 7000 قیراطو څخه زیاتو زمردو داوطلبي ترسره شوه 

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۵:۲۵
طط

د پنجشېر ولایت د (7430.3) قیراطه زمردو داوطلبي د(142000) امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشېر د والي او سیمه یزو ادارو مسئولینو، سوداګرو په ګډون د یاد ولایت په مقام کې وپلورل شول.
تر دې دمه (34200.8) قیراطه زمرد د (2613500) امریکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي، چې پکې د اسلامي امارت 10 سلنه ونډه لري او لس زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.  
هغه کسان چې په دغه داوطلبۍ کې ګټونکي شوي دي په لاندې ډول دي.
1- ښاغلی احمد خیال د (17300) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 4967 قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
2- ښاغلی امین الرحمن د (23500)  امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 476.65 قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
3 - ښاغلی محمد غازي د (40000)  امريکايي ډالرو په ورکولو سره د241  قیراطه زمردو ګټونکی شو.
4 ـ ښاغلی محمد غازي د (11000) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 185.65  قیراطه زمردو ګټونکی شو. 
5 - ښاغلی محمد غازي د (13500) امریکایي ډالرو په ورکولو سره د 137 قیراطه زمردو ګټونکی شو.
6- ښاغلی احمد خیال د (36700) امریکايي ډالرو په ورکولو سره د 1423 قیراطه زمردو ګټونکي اعلان شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته