د قرغزستان د سوداګرۍ وزیر سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۸:۵۷
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د قرغزستان د سودا ګرۍ له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو سیاسي موضوعاتو، اقتصادي پراختیا او  د دواړو هېوادونو ګډو همکاریو سربېره یې د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست تر څنګ د پرمختګونو، سرتاسري امنیت، ملي حاکمیت او له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو پر دوام خبرې وکړې زیاته یې کړه: افغانستان خورا زیاتې کاني زېرمې لري په ځانګړې توګه قېمتي او نیمه قېمتي ډبرې، جامد کانونه، نادره عناصر او نفتو ګازو لرونکی هېواد دی په تېرو دوو کلونو کې له ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د کانونو د قانوني استخراج د قراردادونو په لاسلیک سره ډېرو هېودوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
اوس مهال مو د سرو زرو، اوسپنې، نفتو ګازو، سرب او جستو کانونه اعلان ته سپارلي، قرغزستاني پانګوال کولی شي چې په یادو برخو کې د پروپوزلونو په وړاندې کولو سره پانګونه وکړي.
د قرغزستان د سوداګرۍ وزیر د افغانستان د تالک، مرمر، رخام، انتیموني کانونو په برخه کې یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او همدا راز یې د انتیموني د پروسس لپاره د معیاري کارخونې د جوړولو سر بېره یې د کاني موادو د کتنې لپاره د معیاري لابراتوارونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه د هغوی د لېوالتیا هر کلی وکړ زیاته یې کړه: د اسلامي امارت پالیسي اقتصادي پالیسي ده د ملي ګټو د خوندیتوب او کانونو د اصولو اړوند هر ډول لازمو همکاریو ته چمتو یو.
په پای کې دواړو لورو د لا ډېرو بحثونو په موخه د تخنیکي ټیمونو د جوړولو خبره وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته