د ننګر هار ولایت د نفرایټو داوطلبي ترڅنګ د کونړ ولایت 5 سیمو نفرایټو باندې بحث

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۸:۵۶
ss

د ننګرهار ولایت د یوې سیمې نفرايټو داوطلبي او د کونړ ولایت د 5 سیمو نفرایټو باندې بحث او خبرې وشوې، یاد کانونو چې مخکې د رویالیټي په اساس اعلان ته سپارل شوي و، اوس یې له اسلامي امارت سره په مشارکت تړونونه وشول.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور یاد کانونه د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، یو شمېر رئیسانو، ټاکلي پلاوي، داوطلبو شرکتونو استازو او ر سنیو په ګډون د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې یې داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبي کې د ننګرهار ولایت دکامې ولسوالۍ د میرزاخېلو د نفرایټو کان د پیتراراک د کانونو د استخراج شرکت چې 91.5 سلنه به امارت ته او 8.5 سلنه به د شرکت وي ګټونکی شو.
او د بحثونو په ترڅ کې لعل پاچا نوید احمدزی د کانونو د استخراج شرکت چې 72 سلنه به اسلامي امارت ته او 28 سلنه به د شرکت وي دکونړ د چنچن ناو اول سیمې نفرایټو ګتونکی شو.
د خاور ننګر هار دکانونو د استخراج شرکت چې 88 سلنه به اسلامي امارت او 12 سلنه به د شرکت وي د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ کوزچنچین اول سیمې نفرایټو ګټونکی شو.
د یاسر اکبر د کانونو د استخراج شرکت چې 41 سلنه به اسلامي امارت ته او 59 سلنه به د شرکت وي د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د دویم ناو د چنچین سیمې نفرایټو ګټونکی شو.
د ګلزار ځډراڼ د کانونو استخراج شرکت چې 67 سلنه به اسلامي امارت ته او 33 سلنه به د شرکت وي، د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کلاول سیمې نفرایټو ګتونکی شو.
د یادونې وړ ده چې یاد کانونه د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شو او په دې سره به ګڼ شمېر هېودوالو ته د کار زمینه برابره شي.
همدا راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادو کانونو په برخه کې د کار پر چټکتیا او روڼتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته